CRI Online

د يو کمربند او يوې لارې وړانديز د نړۍ هېوادونو ته د ګډ پرمختګ نوی فرصت برابروي

cri     (GMT+08:00) 2019-10-05 16:01:31

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د نوي چين د جوړېدو د ۷۰مې کاليزې په وخت کې په څو فعاليتونو کې مهمې ويناوې وکړې او پر دې يې ټينګار وکړ چې چينايان به د بېلا بېلو هېوادونو له خلکو سره يو ځای د بشريت د ګډ برخليک د ټولنې د جوړولو لپاره کوښښونه وکړي. دا د نړۍ د سوله ييز پرمختګ او د نړيوالې ادارې په برخه کې د چين تګلاره ده. چين له تېرو شپږو کلونو راهيسې د يو کمربند او يوې لارې پر اساس د بشريت د ګډ برخليک د ټولنې د جوړولو لپاره پر له پسې خوځنده ځواک برابروي.

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د ۲۰۱۳م کال په مني کې له منځنۍ اسيا او جنوب ختيځې اسيا څخه د ليدنې په وخت کې په وار سره د ورېښمو لارې د اقتصاد کمربند او په ۲۱مې پيړۍ کې د سمندر ورېښمو لاره وړاندې کړه او په دې مناسبت د يو کمربند او يوې لارې وړانديز رامنځته شو. په تېرو شپږو کلونو کې دغه وړانديز له يو نظر څخه د چين او اړوندو هېوادونو ګډ عمل ګرځېدلی دی او د نړيوالې ټولنې د هر کلی وړ دی.

دغه وړانديز په تېرو شپږو کلونو کې نه يوازې د نړيوال اقتصاد د پرمختګ لپاره نوی خوځنده ځواک برابر کړی، بلکې په نړۍ کې د نابرابر پرمختګ د له منځه وړلو لپاره د چين ځيرکه تګلاره هم وړاندې کړې ده. د نړيوال بانک د راپور له مخې، د دغه وړانديز په چوکاټ کې په اړوندو هېوادونو کې کابو ۷ مليونه او ۶۰۰ زره کسان له ډېرې بې وزلۍ څخه او کابو ۳۲ مليونه کسان له منځنۍ بې وزلۍ څخه وتلي دي. د اټکل له مخې به په دغه وړانديز کې د ګډون کوونکو هېوادونو د سوداګريو د زياتوالي انډول له ٪۲.۸ څخه تر ٪۹.۷ پورې، د نړيوالو سوداګريو د زياتوالي انډول له ٪۱.۷ څخه تر ٪۶.۲ پورې او د نړيوالو ګټو د زياتوالي انډول له ٪۰.۷ څخه تر ٪۶.۲ پورې وي. د يو کمربند او يوې لارې وړانديز د چين نوښت دی، خو نړۍ ته فرصتونه او برياليتوبونه برابروي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای