CRI Online

د چين او فرانسې د سياسي او سوداګريزو برخو استازو د دوه اړخيزې اقتصادي او تجارتي همکارۍ په اړه بحثونه وکړل

cri     (GMT+08:00) 2019-10-05 16:35:13

د ۲۰۱۹ کال د ارو پنځم فورم او د چين او فرانسې ترمنځ د پانګونې ډيالوګ د اکتوبر په څلورمه نېټه په پاريس کې تر سره شو. په دغه فورم کې د چين او فرانسې د سياسي او سوداګريزو برخو څه باندې ۳۰۰ استازو د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکارۍ د نوي فرصت تر عنوان لاندې د نظريو تبادلې وکړې.

په فرانسې کې د چين لوی سفير لو شا يه د ياد فورم په پرانيستونکو مراسمو کې وويل، چې روان کال د چين او فرانسې ترمنځ د ديپلوماتيکو اړيکو د ټينګېدو له ۵۵مې کليزې سره برابر دی او د دواړو هېوادونو ترمنځ هراړخيزې ستراتيژيکې اړيکې نوې زمانې ته داخل شوې دي، دواړه خواوې د همکارۍ څرګنده هيله لري او د خپلمنځي همکارۍ راتلونکي يې روښانه دی.

د پاريس د صنعت او سوداګرۍ ټولنې مشر ډيډير کلينګ په خپله وينا کې وويل، چې د چين او فرانسې ترمنځ د اړيکو له ټينګېدو سره د دواړو هېوادونو د تصديو خاوندانو ترمنځ د تګ راتګ هيله ډېره څرګنده شوې ده. د فورم له لارې اقتصادي او کلتوري تګ راتګ د دواړو خواوو ترمنځ د تفاهم او اعتماد د پياوړتيا لپاره ګټور دی او د همکارۍ لارې چارې به پيدا شي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای