CRI Online

د علمي تکنالوژۍ نوښت د چين د پرمختګ خوځنده ځواک دی

cri     (GMT+08:00) 2019-10-06 16:18:03

د چين د مرکزي راډيو او تلويزيون عمومي سټېشن د اکتوبر په ۶مه نېټه (( د علمي تکنالوژۍ نوښت د چين د پرمختګ خوځنده ځواک دی)) په عنوان يوه تبصره خپره کړه.

په دغه تبصره کې راغلي چې چين له تېرو ۷۰ کلونو راهيسې د علمي تکنالوژۍ په برخه کې له يو کمزوري هېواد څخه پر يو غښتلي هېواد بدل شوی او د علمي تکنالوژۍ په نوښت کې يې د چين ځانګړتيا لرونکې لاره پيدا کړې او د اقتصادي پرمختګ لپاره يې خوځنده ځواک برابر کړی دی. اوس د چين د انحصاري حقوقو د غوښتنو او ورکولو اندازه په نړۍ کې تر ټولو لوړه ده. د پوهنې ملکيت حق نړيوال سازمان د ۲۰۱۹ کال د نړۍ د نوښت په درجه بندۍ کې چين ۱۴م مقام نيولی او په مسلسلو پنځو کلونو کې يې مقام لوړ شوی دی.

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ ويلي چې چين هيله لري چې د مصنوعي ځيرکتيا په برخه کې له نورو هېوادونو سره ګډې هڅې وکړي او ګټې ورسره شريکې کړي او د 5G په شمول تازه لاسته راوړنې له نورو هېوادونو سره هم شريکې کړي. دغه څرګندونه د انسانانو د علمي تکنالوژۍ د ابادۍ او د نړيوال اقتصادي پرمختګ لپاره ګټوره ده.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای