د اکتوبر په ۵مه نېټه د کوريا ډيموکراتيک ولسي جمهوريت او امريکا استازو د سويدن په پلازمينه استکهلم کې د ډيموکراتيکې کوريا د اټومي مسئلې د خبرو اترو په اړه سلامشورې وکړې.
په دې اړه د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د اکتوبر په ۵مه نېټه يوه اعلاميه خپره کړه، په دغه اعلاميې کې ويل شوي چې د دواړو خواوو استازو (( ښه )) ډيالوګ تر سره کړ او امريکا هيله لري چې له ۲ اوونيو وروسته له ډيموکراتيکې کوريا سره سلامشورو ته دوام ورکړي. خو د ډيموکراتيکې کوريا استازو له امريکا سره د د لومړي ځل کاري سلامشورو په اړه مايوسي څرګنده کړه.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت په ياده اعلاميه کې راغلي چې امريکا په دغه اته نيم ساعته سلامشورو کې ډېرې رغنده نظريې وړاندې کړې او داسې نوي پيشنهادونه يې کړي چې په سينګاپور کې د امريکا او ډيموکراتيکې کوريا د مشرانو په ملاقات کې د لاسته راوړنو د عملي کېدو لپاره به ګټور وي. د ډيموکراتيکې کوريا استازي کيم ميونګ جيل له سلامشورو وروسته خبري رسنيو ته وويل، چې د سلامشورو نتيجه د ډيموکراتيکې کوريا مطلوب فکر ته نه ده رسېدلې او بې پايلې پای ته ورسېدې. د امريکا له خوا وړاندې شوې نوې لارې چارې مايوس کوونکې دي.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |