CRI Online

فلسطين پر دې ټينګار کوي چې د اردن سيند لويديځه غاړه، د غزې سيمه او ختيځ بيت المقدس د ټاکنو په سميو کې شامل شي

cri     (GMT+08:00) 2019-10-07 11:08:26

د سين هوااژانس د خبر له مخې، د فلسطين ولسمشر محمود عباس د اکتوبر په ۶مه نېټه څرګنده کړه چې فلسطين پر دې ټينګار کوي چې د اردن سيند لويديځه غاړه، د غزې سيمه او ختيځ بيت المقدس د ټاکنو په سيمو کې شامل شي.

د فلسطيني خبري اېجنسۍ د خبر له مخې، د فتح مرکزي کميټې، د فلسطين د ازادۍ بخښونکي سازمان اجرائيه کميټې او د فلسطين د ملي واکمنې څانګې لوړ پوړو امنيتي مامورينو په همدې ورځ د اردن سيند په لويديځه غاړه رام الله ښار کې يوه ګډه غونډه تر سره کړه. عباس په غونډه کې وويل که څه هم اسرائيل له دې سره مخالفت کوي چې ختيځ بيت المقدس د ټاکنو په سيمه کې شامل شي، خو فلسطين لا هم پر دې ټينګار کوي چې د فلسطين په ټولو خاورو کې ټاکنې تر سره شي چې د اردن سيند لويديځه غاړه، د غزې سيمه او ختيځ بيت المقدس په کې شامل شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای