د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ايران تسنيم خبري اژانس د اکتوبر په ۶مه نېټه وويل، چې امريکا مخکې څو ځلې پر ايران انټرنېټي حملې کړې دي، له دې امله ايران به د خپلو قانوني ګټو د ساتنې لپاره لازم قانوني تدبيرونه ونيسي.
تسنيم خبري اژانس په همدې ورځ د دې هېواد د ملکي دفاع سازمان د مشر جلالي د خبر په حواله وويل،امريکا څو ځلې ايران ته انټرنېټي ګواښونه پېښ کړي يا انټرنېټي حملې پرې کړې دي. اوس د ايران د عدليې وزارت او د بهرنيو چارو وزارت د يادو انټرنېټي حملې قضيې حل کوي او لازم قانوني تدبيرونه به ونيسي.
جلالی وويل، د ايران د ملکي دفاع سازمان په تېر نيم کال کې د انټرنېټي حملو پر ضد له ۱۲۰ ځلو څخه زيات تمرينونه تر سره کړي، پکې ۷۰ فيصده د انرژۍ د سامان الاتو د انټرنېټي امنيت د ساتنې لپاره وو.
(فرشته)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |