د سين هوااژانس د خبر له مخې، د عراق د بغداد ايالتي پارلمان د اکتوبر په۶مه نېټه پريکړه وکړه چې د دغه ايالت والي فلاح جزايري له دندې ليرې کړ او له اړوندو خواوو څخه يې غوښتنه کړې چې نوی کانديد نوماند کړي.
د عراق د دولتي ټلويزيون د خبر له مخې، د بغداد ايالت د پارلمان غړيو په همدې ورځ د رايي ورکولو له لارې پريکړه وکړه چې د دغه ايالت والي جزايري له دندې ليرې کړي. جزايري د عراق د پخواني صدراعظم نوري المالکي په مشرۍ د قانوني هېواد د ګوند غړی دی او د ۲۰۱۸ کال په دسمبر مياشت کې د بغداد د والي په توګه ټاکل شوی و.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |