CRI Online

په چين کې د ملي جشن په رخصتۍ کې هغه ځايونه چې پخوا ولسي وګړو د کمونېست ګوند په مشرۍ پکې انقلابي مبارزه او جګړې کړې وې تر ټولو زيات سيلانيان يې جلب کړي

cri     (GMT+08:00) 2019-10-07 15:16:05

په چين کې هر کال د ملي جشن د ۷ ورځنۍ رخصتۍ پر مهال يعنې د اکتوبر له لومړۍ نېټې څخه تر ۷ مې نېټې پورې، ډېر خلک سيلانيزو ځايونو ته د سيل لپاره ځي. يوه تازه شمېرنه ښيي چې سږ کال د دغې رخصتۍ په لومړنيو څلورو ورځو کې د سيلانۍ لپاره د چينايانو لګښتونو يو نوی ريکارډ جوړ کړی دی، د هېواد له بېلابېلو سيلانيزو ځايونو څخه د کورنيو سيلانيانو شمېر 542 مليونو ته رسيدلی چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ٪8.2 زيات دی، دغه راز په دغو څلورو ورځو کې بېلابېلو سيلانيزو ځايونو ټولټال452 ميليارډ630 مليونه يوانه ګټې ترلاسه کړې چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله پکې ٪8.58 زياتوالی ښودل شوی. سږکال د نوي چين د جوړېدو ۷۰ مه کاليزه ده او د هېواد هغه ځايونه چې پخوا ولسي وګړو د کمونېست ګوند په مشرۍ پکې انقلابي جګړې کړې وې، تر ټولو زيات سيلانيان يې راجلب کړي دي.

د اکتوبر په لومړۍ نېټه د چين په پلازمينه بېجينګ کې د نوي چين د جوړېدو د ۷۰ مې کاليزې شانداره نمانځغونډه ترسره شوه، د دغه هېواد په ډېرو سيلانيزو پارکونو، مشهورو تاريخي واټونو او د اوسېدونکو په ډېرو تفريحي ځايونو کې لويې LED پردې درول شوې دي تر څو ځايي اوسېدونکو پر وخت او په اسانۍ د يادې نمانځغونډې ژوندۍ تلويزيوني خپرونې وکتلی شي. د چين د جيانګ سو ولايت په يان چنګ ښار کې د او فنګ هوا جيه په نوم تفريحي ميدان يو له يادو ځايونو څخه دی، د يان چنګ ښار اوسيدونکې وانګ يان مين په دغه ميدان کې پر لويې LED پردې د نوي چين د جوړېدو د ۷۰ مې کاليزې د لمانځغونډې ژوندۍ تلويزيوني خپرونې وکتلې، نوموړې سي ار ای ته وويل:

((رئيس شي جين پينګ ويلي چې د چين راتلونکې به لاښکلې وي. زه باور لرم د چين د کمونېست ګوندپه ټينګې مشرۍ به زموږ هېواد لا ښاد او اباد شي.))

د اکتوبر په لومړۍ نېټه په بېجينګ کې د نوي چين د جوړېدو د ۷۰ مې کاليزې له نمانځغونډې وروسته د خلکو لوی لوی قطارونه جوړ شول. د دغو قطارونو په منځ کې څه باندې ۷۰ ډيزاين او سينګار شوي موټرونه هم روان وو. د ملي جشن په دې رخصتۍ کې دغه ۷۰ موټرونه په نوبت سره د بېجينګ په نندارتون، تيان أن من ميدان، المپيک باغ او داسې نورو ځايونو کې نندارې ته وړاندې شوي چې د سيلانيانو د خوښۍ وړ ګرځېدلي دي. د بېجينګ په نندارتون کې څو نندارچيانو سي ار ای ته وويل، چې دوی د دغو موټرونو په کتلو سره د هېواد د پرمختګ لاسته راوړنې احساس کړې دي.

((دغه موټرونه ما ته ډېر جالب وو او په ليدو سره يې ډېر حيران شوم، د هېواد چټک اقتصادي پرمختګ ترې ښکاريږي.))

((زموږ هېواد د وړاندې تګ په حال کې دی، د دغو موټرونو په کتلو سره مې د هېواد سمسورتيا او ابادي احساس کړې ده.))

پخوا چينايانو د کمونېست ګوند په مشرۍ ډېرې مهمې انقلابي جګړې د دغه هېواد په پلازمينه بېجينګ ښار، د جيانګ شي ولايت په مرکز نان چانګ ښار او جينګ ګانګ شان ښار، د ګوی جو ولايت په ځون اي ښار او د شان شي ولايت په يان أن ښار کې کړې وې. نو دغه ښارونه د سيلانيانو د ډېرې خوښې وړ دي. ښاغلي تانګ له خپل ماشوم سره يوځای د ګوانګ شي کورواکې سيمې په چوان جو ښار کې د يوې مهمې انقلابي جګړې د يادونې له تالار څخه ليدنه وکړه، نوموړي سي ار ای ته وويل :

((ما خپل ماشوم دلته راوستلی دی، هيله ده چې ماشوم مې له دې ځای څخه په ليدنې سره پدې پوه شي چې نننی سوله ييز ژوند مو په اسانۍ نه دی ترلاسه شوی.))

د جيانګ سو ولايت اوسېدونکې مېرمن شوی د ملي جشن په رخصتۍ کې په موټر کې جيانګ شي ته تللې او هلته يې د کمونېست ګوند په مشرۍ د يوې بلې مهمې جګړې د يادونې له تالار څخه ليدنه وکړه. نوموړې وايي:

((زه په موټر کې د اته ساعته مزل کولو وروسته دلته راغلې يم، زه غواړم د جګړو اتلانو ته د احترام مراتب څرګند کړم.))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای