CRI Online

شين چين د ټولې نړۍ د ايکولوژيکي تمدنونو بڼه لوړوي

cri     (GMT+08:00) 2019-10-07 15:41:01

د چين د مرکزي راډيو او ټلويزيون عمومي سټېشن د اکتوبر په اوومه نېټه تر دې سرليک لاندې يوه تبصره خپره کړه چې شين چين د ټولې نړۍ د ايکولوژيکي تمدنونو بڼه لوړوي.

په تبصره کې ليکل شوي چې له ۲۰۰۰ کال څخه تر ۲۰۱۷ کال پورې په چين کې د نباتاتو د زياتوالي اندازه په ټوله نړۍ کې د نباتاتو د زياتوالي په عمومي اندازه کې څه باندې يو په څلورمه برخه او په نړۍ کې يې لومړۍ مقام ونيوه. چين د ايکولوژيکي چاپيريال د ښه والي او د شين پرمختګ په برخه کې سترې لاسته راوړنې تر لاسه کړې دي چې له ستراتيژيکي لحاظه د حکومت د ترتيباتو او د چاپيريال ساتنې د نظارت او ادارې له کارونو سره ټينګې اړيکې لري او د چاپيريال ساتنې په چارو کې د چيني خلکو د ګډون تر ګټو لاندې راغلي دي.

په تبصره کې پر دې ټينګار شوی چې اقليمي بدلون د انسانانو په وړاندې ګډه ننګونه ده او د ايکولوژيکي تمدنونو ابادي د ټولې نړۍ ګډون ته اړتيا لري. چين د تېر سپتمبر په پای کې د اقليمي عملياتو په اړه د م م په سرمشريزه غونډه کې څرګنده کړه چې د م م د اقليمي بدلون د چوکاټ تعهد نامه او د پاريس تړون له مخې خپلې دندې پلې کړي، دغه راز يې پر دې ټينګار کړی چې د اقليمي بدلون په مقابل کې دې څو اړخيزم او د توپيرونو په لرلو سره د ګډو دندو په شمول بنسټيز اصول وساتل شي. چين نړيوالې ټولنې ته د اقليمي بدلون په مقابل کې خپلې ژمنې بيا تکرار کړې او د ټولې نړۍ د چاپيريال د ادارې په چارو کې خپل موقف يې بيان کړی چې د يو لوی هېواد ټينګ هوډ او مسئولانه رويه ترې څرګنديږي. چين به د ټولې نړۍ د ايکولوژيکي تمدنونو په ابادۍ کې مهم ګډون کوونکی، خدمت کوونکی او لارښوونکی وګرځي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای