CRI Online

داريال موري بايد له چين څخه بښنه وغواړي

cri     (GMT+08:00) 2019-10-07 16:10:17

د امريکا د NBA د هوستون کلب مشر داريال موري په دې وروستيو ورځو کې په خپله ټولنيزه رسنۍ کې د هانکانګ د تندلارانو شعارونو ملاتړ اعلان کړی چې د چين د ستر غبرګون او د انتقادونه سبب شوي. په هوستون کې د چين عمومي قونسل دغه کلب ته د چين ټينګ احتجاج څرګند کړی دی. د چين د باسکيټبال ټولنې، د چين د مرکزي راډيو او ټلويزيون عمومي سټېشن د سپورټ چينل د دغه کلب د سيالۍ د خپرونو په شمول د هر ډول همکارۍ چارې ځنډولو اعلان وکړ. برسيره پر دې په چين کې د دغه کلب ملاتړ کوونکو شرکتونونو هم له دغه کلب سره د همکاريو د ځنډولو نظرونه څرګند کړي.

څه موده مخکې د هوستون کلب په کوربتوب سيالۍ کې د چين د ملي ولسي جمهوريت د جوړېدو د اويايمې کاليزې د نمانځنې نښه خپره شوه، خو داريال موري د هانکانګ د تندلارانو د ملاتړ کولو خبرې کړې دي چې ترې دوه مخي څرګنديږي.

NBA تل ځان د يووالي د فعال ځواک په توګه ګڼي او د نړيوال کولتوري تګ راتګ لپاره کوښښ کوي، خو د موري دا ډول خبرې او کړنې بيخې له دغه کولتور څخه سرغړونه ده.

موري او د هوستون کلب بايد د چينايانو احساسات وپيژني او بايد له چين څخه بښنه وغواړي، خپلې تيروتنې سمې کړي او بدې اغيزې لغوه کړي. چين د هېواد د ملي حاکميت، امنيت او ګټو د ساتلو او د هانکانګ د سمسورتيا او ثبات ساتلو ټينګ هوډ لري. هېڅوک بايد د ملي حاکميت او د شرافت د ساتلو په چارو کې د چين ټينګ هوډ او باور ته په سپکه ونه کوري.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای