د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د اکتوبر له ۴مې نېټې څخه تر ۷مې نېټې پورې په جلا جلا توګه د بلغارستان، رومانيا، چک، اسلاونيا، هنګري او پولنډ مشرانو ته د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډيپلوماتيکو اړيکو د ټينګېدو د ۷۰مې کليزې په مناسبت د مبارکۍ پيغامونه وليږل.
شي جين پينګ د مبارکۍ په پيغامونو کې د چين حکومت او خلکو په استازيتوب د نوموړو شپږو هېوادونو حکومتونو او خلکو ته د ډيپلوماتيکو اړيکو د ټينګېدو د ۷۰مې کليزې په پار تودې مبارکۍ او نيکې هيلې څرګندې کړې دي. شي جين پينګ يادو پيغامونو کې دې ته اشاره کړې چې ياد شپږ هېوادونه له هغو هېوادونو څخه دي چې هغه وخت يې لومړی د چين ولسي جمهوريت ومانه او ورسره يې ډيپلوماتيکې اړيکې ټينګې کړي. چين او دغو هېوادونو له تېرو ۷۰ کلونو راهيسې د متقابل درناوي، برابرۍ او ګډو ګټو په اصولو خپلمنځي اړيکې ټينګې کړې او د هېوادونو خلکو ته يې ګټې رسولې دي.
د يادو شپږو هېوادونو مشرانو په خپلو پيغامونو کې له چين سره د دوه اړخيزو اړيکو د پرمختګ او د عصري کېدو په ابادۍ کې د چين د تر لاسه شويو برياليتوبونو ستاينه کړې او هيله يې څرګنده کړې چې له چين سره تګ راتګ او همکارۍ پياوړې کړي او د يو کمربند او يوې لارې د ابادۍ لپاره ګډې هڅې وکړي.
د چين صدراعظم لي که چيانګ او د يادو شپږو هېوادونو صدراعظمانو هم يو بل ته د يادې کليزې په پار د مبارکۍ پيغامونه وليږل.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |