CRI Online

د چين د ملي جشن په رخصتۍ کې پرچون او رستورانټونو د خرڅلاو اندازه 1520 ميليارډو يوانو ته رسيدلې

cri     (GMT+08:00) 2019-10-08 09:37:55

د سينهوا خبري اژانس د خبر له مخې، د چين د سوداګرۍ وزارت د اکتوبر په ۷ مه نېټه شمېرنه خپره کړه چې له مخې يې د دغه هېواد د سږني ملي جشن د اوه ورځنۍ رخصتۍ په موده کې يعنې د روانې مياشتې له لومړۍ نېټې څخه تر اوومې نېټې پورې په دې هېواد کې د پرچون او رستورانټونو د خرڅلاو اندازه 1520 ميليارډو يوانو ته رسيدلې چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله پکې ٪8.5 زياتوالی ښودل شوی دی.

ياده شمېرنه ښيي چې د دغه هېواد د سږني ملي جشن په اوه ورځنۍ رخصتۍ کې د اوسېدونکو هغه لګښتونه چې په توکو اخيستلو او رستورانټونو کې يې تاديه کړي ، تر ټولو زيات دي او د سيلانۍ، کلتور او سپورټ په برخو کې يې لګښتونه مخ په زياتېدو دي. په بازارونو کې د ژوند اړتيا وړ توکو ذخيره کافي ده او بيې يې عموماً په ثابته توګه ساتل شوې دي.

(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای