CRI Online

ليو هه به د چين او امريکا ترمنځ د اقتصاد او سوداګرۍ د نوي پړاو جګپوړو خبرو اترو کې د ګډون لپاره امريکا ته لاړ شي

cri     (GMT+08:00) 2019-10-08 09:43:52
ليو هه به د چين او امريکا ترمنځ د اقتصاد او سوداګرۍ د نوي پړاو جګپوړو خبرو اترو کې د ګډون لپاره امريکا ته لاړ شي

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د کمونېست ګوند د سياسي بيورو غړي، مرستيال صدراعظم او د چين او امريکا ترمنځ د هراړخيزو اقتصادي خبرو اترو په اړه د چين لارښوونکي ليو هه به د امريکا په بلنه د يو پلاوي په مشرۍ واشنګټن ته سفر وکړي. هغه به د اکتوبر په لسمه او يوولسمه نېټه د امريکا له سوداګريز استازي روبيرټ ليټزير او د ماليې له وزير ستيون منوچن سره د دواړو هېوادونو د اقتصاد او سوداګرۍ د جګپوړو خبرو اترو نوی پړاو ترسره کړي.

د چين په پلاوي کې عمده غړي د سوداګرۍ وزير جونګ شان، د خلکو بانک مشر يي ګانګ، د پرمختګ او اصلاحاتو د کمېټې د مرستيال مشر نينګ جي جه په شمول چارواکي شامل دي . (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای