CRI Online

د چين استازي: ذروي انرژۍ له اقليمي بدلون سره د مقابلې په برخه کې لازم رول لوبوي

cri     (GMT+08:00) 2019-10-08 10:21:43

دد سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د اټومي انرژۍ اېجنسۍ مشر جانګ که جيان د اکتوبر په اوومه نېټه د يو پلاوي په مشرۍ په ويانا کې له اقتصادي بدلون سره د مقابلې په برخه کې د ذروي برېښنا د رول په اړه نړيواله غونډه کې ګډون وکړ چې د اټومي انرژۍ د نړيوالې اېجنسۍ او د اقتصادي همکارۍ سازمان د ذروي انرژۍ ادارې لخوا په ګډه کوربتوب ترسره شو.

ښاغلي جانګ که جيان د دې نړيوالې غونډې د جګپوړي چارواکو په فورم کې يوه وينا وکړه چې له اقليمي بدلون سره د مقابلې په برخه کې د نړيوالې دندې د تطبيق او د ذروي انرژۍ د پرمختګ په برخو کې د چين تجربې او برياليتوبونه يې بيان کړل. هغه دې ته اشاره وکړه چې چين په دې وروستيو کلونو کې د چاپېريال ساتنې په برخه کې ډېر کوښښونه کړي، مثلاً پاکې انرژۍ يې ډېرې کارولې او څرګند برياليتوبونه يې تر لاسه کړي دي. هغه پر دې ټينګار وکړ چې له اقليمي بدلون سره د مقابلې او د دوامدارې انرژۍ سيستم د جوړونې په برخو کې ذروي انرژۍ لازم رول لوبوي. چين غواړي د اقليمي بدلون له ننګونو سره د مقابلې او د ذروي انرژۍ چارو د پرمخبيولو په ساحو کې له بېلا بېلو خواوو سره ګډ کوښښونه وکړي چې د م م د دوامداره پرمختګ موخې د عملي کولو لپاره لا زيات خدمتونه ترسره کړي.

دغه غونډه به تر يوې اوونۍ پورې دوام ولري، د چين، فرانسې، روسيې، امريکا او هند په شمول د ۷۵ هېوادونو او د ۱۷ نړيوالو سازمانونو څخه راغلي نږدې ۵۰۰ استازي به پکې بحثونه وکړي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای