د سينهوا خبري اژانس د خبر له مخې، د سويډن کارولينسکا انسټېټيوټ د اکتوبر په اوومه نېټه اعلان وکړ چې دوی د سولولونو لخوا د اکسيجن د احساسولو او د اکسيجن له اندازې سره سم د سولولونو د بدلون په اړه علمي څېړنه کې د وتلو خدمتونو په پار دوو امريکايي ساينسپوهانو ويليام جي کايلين او ګريګ ايل سيمينزا او يوه بريټانوي ساينسپوه پيټر جې راتکليف ته د ۲۰۱۹ کال د نوبل فيسيولوجۍ يا طب جايزه ورکړه.
د نوبل جايزې د قضاوت کمېټې په خپله اعلاميه کې پر دې ټينګار وکړ چې يادو دريو ساينسپوهانو د وينو د کمښت، سرطان او داسې نورو ناروغيو د درملنې د نويو لارو د پيدا کولو لپاره خدمتونه کړي دي.
(زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |