د سوريې د دولتي ټلويزيون د اکتوبر په ۷مه نېټه خبر ورکړ چې د ترکيې پوځ د همدې ورځې په شپه د سوريې په شمال ختيځ کې د دې هېواد پر ديموکراتيک پوځ بريد وکړ، خو هېڅ مرګژوبله يې نه ده اړولې.
د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوګان د اکتوبر په ۵مه نېټه ويلي وو چې ترکيه به په نږدې وخت کې د سوريې په شمال کې له يوفرتيس سيند څخه په ختيځه سيمه کې نظامي عمليات ترسره کړي تر څو د سوريې په سرحدي سيمه کې د کردانو فعاليتونه له منځه يووړل شي. برسيره پر دې، ترکيه به په سوريه کې خوندي سيمه جوړه کړي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |