د چين د مرکزي راډيو او تلويزيون د عمومي ستېشن د خبر له مخې،د هانکانګ په ځانګړې اداري سيمه کې د چين د خارجه وزارت د کمېشنرۍ وياند د اکتوبر په اوومه نېټه د مخ پټولو د ممنوعيت مقرراتو په اړه د بريټانوي کريس پاټن اړوندې څرګندونې په کلکه وغندلې او ويې ويل چې نوموړی په هانکانګ کې د زور زياتي او تاوتريخوالي د درولو په اړه د دغې سيمې د بېلابېلو ټولنو په نظرونو خپلې سترګې پټوي،هغه واقعيت له پامه پوره غورځوي چې بريټانيا تر نورو مخکې د مخ پټولو ضد مقررات جوړ او نافذ کړي دي او له دغو ناسمو څرګندونو څخه يې خپله رياکارانه، سرزورې او بې رحمه څېره ښکاره شوې ده.
نوموړي وياند په خپلو خبرو کې دې ته په اشارې سره وويل، چې د مخ پټولو ممنوعيت د مقرراتو جوړول د نړيوالې ټولنې عادي کړنه ده. فرانسې، جرمني، کاناډا، هسپانيا، اطريش او يو شمېر نورو لويديځو هېوادونو او د امريکا ډېرو ايالتونو لا وړاندې دغو مقرراتو ته ورته قوانين جوړ کړي دي. بريټانيا په ۱۷۲۳ کال کې د مخ پټولو ضد قانون جوړ کړی او تراوسه يې له۱۰۰ کالونو راهيسې تطبيق کړی دی. بريټانوي حکومت په ۲۰۱۱ کال کې په خپل هېواد کې له رامنځته شوو لاريونونو او تاوتريخوالي سره د مقابلې لپاره ياد قانون کارولی و.
(زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |