د سينهوا خبري اژانس د خبر له مخې، د عراق ولسمشر د اکتوبر په اتمه نېټه د دغه هېواد خلکو ته په وينا کې له لاريون کوونکو څخه غوښتنه وکړه چې د هېواد په کچه خبرو اترو کې دې ګډون وکړي او د مظاهرو او لاريونونو د سختېدو مخه دې ونيسي.
نوموړي په خپله وينا کې وويل، لاريون کوونکي دې د هېواد په چوکاټ کې په رغنده او صميمانه خبرو اترو کې ګډون وکړي، خلکو ته دې د اصلاحاتو د پروسې په اړه معلومات ورکړي او د بېلابېلو ښارونو له ځوانانو سره دې مخامخ او ورځني ملاقاتونه وکړي. نوموړي همدارنګه زياته کړه چې عراق د خپلو خلکو حقه حقونو، ازادۍ او اساسي قانون ته درناوی کوي او د سوله ييزو لاريونونو پر کوونکو، امنيتي ځواکونو او رسنيزو کارکوونکو هر بريد د منلو وړ نه دی. نوموړي غوښتنه همدارنګه وکړه چې په تېرو څو ورځو کې د شويو زور زياتي پېښو په اړه پلټنه دې پيل شي.
(زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |