CRI Online

د چين په بېلا بېلو ځايونو کې د (چونګ يانګ) اختر د نمانځنې رنګارنګ فعاليتونه تر سره شول

cri     (GMT+08:00) 2019-10-08 16:14:54

د اکتوبر اوومه نېټه د چين د کرهنيزې جنټرۍ له مخې د نهمې مياشتې نهمه ورځ وه او د دوديز جشن د (چونګ يانګ) له اختر سره برابره وه. په چيني ژبه کې نهه جيو تلفظ کيږي او جيو په چيني ژبه کې د (دايمي او اوږد) مانا لري، نهه له صفر څخه تر نهه پورې تر ټولو لوی نمبر دی چې د اوږد ژوند مانا څرګندوي. نو (چونګ يانګ) اختر د زړو کسانو د اوږد ژوند هېلې څرګندوی دی چې د زړو کسانو د درناوي کولو مانا لري. په هغه ورځ باندې د چين په بېلا بېلو ځايونو کې د زړو کسانو د درناوي کولو، ورسره د مرستې کولو لپاره رنګارنګ فعاليتونه تر سره شوي چې د زړو کسانو د نيکمرغه ژوند هيله څرګنده شوې ده.

د روان کال (چونګ يانګ) اختر د چين د ملي جشن د رخصتۍ وروستۍ ورځ وه. د شان دونګ ولايت په چينګ داو ښار کې د زړو کسانو لخوا يوه ننداره تر سره شوه چې د سندرو ويلو او نڅاوو کولو، د شعرونو لوستلو او د لرغونو موسيقۍ الو د غږولو په شمول نندارې وشوې او د چين غښتلي او دوديز کولتورونه او د زړو کسانو د درناوي کولو ښې روحيې خپارې شوې دي. په دغه ننداره کې ګډون کوونکي ( لي شنګ ده) وويل چې د هېواد سمسورتيا زړو کسانو ته په ارامه توګه د زړتوب وخت د تېرولو ښه امکانات برابروي. هغه وويل چې موږ هر کال (چونګ يانګ) تېروو او هر کال مو لا نوره زياته خوشحالي احساس کړې ده. زموږ د وطن د لا سمسورتيا سره د خلکو د ژوند سويې لا نورې لوړې شوې او زموږ ژوند لا نور نيکمرغه شوی دی.

په هه بۍ ولايت کې د يان دا په نامه د روغتيا د ساتنې په مرکز کې هغه زاړه کسان ژوند کوي چې منځني عمرونه يې له اتيا کلونو څخه زيات دي. دوی د چين له زړې ټولنې څخه نوې ټولنې ته ستر بدلونونه ثبت کړي دي. په دغه مرکز کې له څه دپاسه دري زرو تنو څخه څليرويشت تنه زاړه کسان ټاکل شوي چې د دوی د ژوند له مخې يو کتاب ليکل شوی. اوس دغه کتاب په رسمي توګه چاپ شوی دی. د دغه مرکز مشرې (لي های يان) هيله څرګنده کړه چې په دغه کتاب کې د زړو کسانو د زحمتونو او هلوځلو تاريخ له لارې د نوي چين د جوړېدو په اوياوو کلونو کې د ډېرو مشکلاتو په ليرې کېدو سره بدلونونه ريکارډ شوي. (لي های يان) وويل چې د دوی ژوند ځانګړې عصري نښې لري. موږ بايد د دوی له زحمتونو څخه مننه وکړو او دندې لرو چې د دوی ارزښتناک تاريخ ريکارډ کړو.

جګو ځايونو ته ختل د (چونګ يانګ ) په اختر کې دوديز فعاليت دی. د اکتوبر په اوومه نېټه د بېجينګ په (بې های) باغ کې د زړو کسانو لپاره کوچنۍ ‌ډالۍ برابرې شوي چې له لوړ ځای څخه د منظرو ليدلو په فعاليت کې يې ګډون کړی و. د دغه باغ مرستيال هو دونګ وويل چې موږ په ځانګړې توګه د زړو کسانو لپاره کوچنۍ ډالې برابروو چې دوی جګ ځای ته له ختلو وروسته ښکلې منظرې ليدلی شي.

په چونګ يانګ اختر کې د کورنيو غړيو سره يو ځای راغونډول د هر تن هيله ده، په تېره بيا د خپل ټاټوبي دباندې ځايونو کې محصلين په دې وخت کې ډېر غواړي له خپلو نيکونو او انياګانو سره يو ځای راغونډ شي. څاو يوی جو د چين د مرکزي مالي پوهنتون د دولتي ادارې پوهنځي د لومړي ټولګي محصله ده. هغه له خپل ټاټوبي څخه ليرې ده ، نو په دې اختر کې بير ته کور او کورنۍ ته نه ده تللې. هغې وويل چې د ويچيټ ويډيويي ټليفون په وسيله يې له خپلې نيکه او انا سره ليدلي او خبرې يې ورسره کړې. هغې وويل چې د زړو کسانو په نظرونو کې د بېجينګ په پوهنتونو کې زده کړه کول ډېر له وياړه ډک دي. ما دوی ته ويلی چې دلته ژوند ډېر ښه دی او زما په اړه هيڅ انديښنه مه کوئ.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای