CRI Online

د ۲۰۱۹ کال د بېجينګ د باغوانۍ نړيوال نندارتون به د اکتوبر په نهمه نېټه پای ته ورسيږي

cri     (GMT+08:00) 2019-10-08 16:34:31

د ۲۰۱۹ کال د بېجينګ د باغوانۍ د نړيوال نندارتون تشکيلاتي کمېټې د اکتوبر د اتمې نېټې په سهار خپله وروستۍ مطبوعاتي غونډه ترسره کړه او پکې يې کورنيو او بهرنيو رسنيو ته د دغه نندارتون د عمومي حالاتو په اړه معلومات ورکړل.

د يادې کمېټې د خبر له مخې، د اکتوبر د نهمې نېټې په شپه به د بېجينګ د باغوانۍ نړيوال نندارتون د پای مراسم ترسره شي. له دغه نندارتون څخه د سيلانيانو شمېر 9 مليونه 34 زره تنه شودل شوي، د نندارتون په موده کې ټولټال 3284 په زړه پورې کلتوري فعاليتونه ترسره شوي او څه باندې 3 مليونه 100 زره کتونکي يې راجلب کړي چې پکې څه باندې 200 زره بهرنيان هم شامل دي.

(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای