CRI Online

د چين د مرکزي راډيو او تلويزيون عمومي سټېشن د مرکزي تلويزيون سپورټي چينل اعلان وکړ چې د امريکا د باسکټبال ټولنې د سياليو خپرونې يې بندې کړې

cri     (GMT+08:00) 2019-10-08 16:56:40

د چين د مرکزي راډيو او تلويزيون عمومي سټېشن د مرکزي تلويزيون سپورټي چينل د اکتوبر په اتمه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، چې د امريکا د باسکټبال ټولنې يعنې NBA د سياليو خپرونې يې بندې کؤې.

بشپړه اعلاميه:

موږ د هانکانګ مسئلې په اړه د هوستون راکټس لوبډلې د عمومي منيجر ډريل موري د غير مناسبو خبرو په هکله د NBA رئيس ادم سيلوير ځواب ته پاملرنه کړې او د ادم سيلوير له هغې خبرې سره ټينګ مخالفت کوو چې د ډريل موري د تش په نوم بيان ازادۍ له حق څخه يې ملاتړ څرګند کړی دی. زموږ په اند دا ډول خبرې چې د يو هېواد ملي حاکميت او ټولنيز ثبات ته ګواښ رسوي او تحريک کوونکې وي، د بيان ازادۍ په ساحه کې شاملې نه دي.

نو د چين د مرکزي راډيو او تلويزيون عمومي سټېشن د مرکزي تلويزيون سپورټي چينل پريکړه کړې چې سمدلاسه په چين کې د NBA د مقدماتي لوبو د خپرونو ښودلو ترتيبات بند کړي او له نوموړې ټولنې سره به ټول تګ راتګ او همکارۍ لغوه کړي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای