CRI Online

تبصره: لګښتي لوړوالی د چين اقتصادي پرمختګ ته خوځنده ځواک ورکوي

cri     (GMT+08:00) 2019-10-08 19:33:36

په چين کې د ملي جشن په تازه تيرې شوې رخصتۍ کې زياتو لګښتي شمېرو نوي ريکارډونه جوړ کړي دي. د اکتوبر له لومړۍ نېټې څخه تر اوومې نېټې پورې د هېواد د پرچون شرکتونو او رستورانتونو د خرڅلاو اندازه د تېر کال د همدې مودې په پرتله ٪۸.۵ سلنه زياته شوې او د سيلانيزو چارو عايدات ۶۴۹ مليارډ او ۷۱۰ مليونو يوانو ته رسېدلي چې دا رقم د تېر کال د همدې مودې په پرتله ٪ ۸.۴۷ زيات شوی دی. په دې رخصتۍ کې د فلم ټکټونو د خرڅلاو ارزښت تر ۵ مليارډو يوانو زيات شوی چې دا د ملي جشن د پخوانيو رخصتيو په پرتله لوړ دی. له يادو معلوماتو څخه ښکاري چې لګښت د چين د اقتصادي پرمختګ ډېر مهم انجن ګرځېدلی او د چين اقتصادي ثبات او پرمختګ ته خوځنده ځواک ورکوي.

د اقتصاد څېړوونکو په اند لګښت د چين په اقتصادي پرمختګ کې عمده رول لوبوي. د روان کال په نيمايي کې د چين د اقتصادي پرمختګ لپاره د لګښتونو خدمتي انډول ٪۶۰.۱ ته رسيدلی دی.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای