د مالوماتو له مخې، د امريکا د سوداګرۍ وزارت د اکتوبر په ۷ مه نېټه يوه اعلاميه خپره کړې چې له مخې يې د چين د شينجيانګ د اويغور کورواکې سيمې د عامه امنيت ادارې ۱۸ اړوند ارګانونه او ۸ چيني تصدۍ په تور لېست کې شاملې کړي دی. د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ګنګ شوانګ د اکتوبر په ۸ مه نېټه په يوه نوبتي خبري ناسته کې په دې اړه وويل چې د امريکا د دغه شان کړنې د نړيوالو روابطو له اساسي اصولو څخه څرګنده سرغړونه ده، دغه هېواد په يادو کړنو سره د چين په کورنيو چارو کې لاسوهنه کوي، د چين ګټو ته زيان رسوي او چين د امريکې له يادو کړنو سره ټينګ مخالفت کوي.
(مينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |