د چين صدراعظم لي که چيانګ د اکتوبر په اتمه نېټه په بېجينګ کې د پاکستان له صدراعظم عمران خان سره وليد، نوموړي په خپلو خبرو اترو کې پر دې ټينګار وکړ چې چين له پاکستان سره اړيکو ته په درنه سترګه ګوري او هيله لري چې له پاکستان سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د لا ټينګېدو لپاره ګډې هڅې وکړي. دواړو خواوو په همدې ورځ د بنسټيزو تاسيساتو، د قانون پلي کولو د امنيت، کلتور، ښوونې او خبري رسنيو په برخو کې د چين او پاکستان ترمنځ د لسګونه همکاريزو تړونونو د لاسليک په مراسمو کې ګډون وکړ.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |