CRI Online

لي که چيانګ د دولتي شورا د دايمي غونډې مشري وکړه چې يوه طرحه (( د سوداګريز چاپيريال د ښه کولو مقررات)) يې تصويب کړه

cri     (GMT+08:00) 2019-10-09 10:02:45

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين صدراعظم لي که چيانګ د اکتوبر په ۸مه نېټه د دولتي شورا د دايمي غونډې مشري وکړه. په دغه غونډه کې يوه طرحه (( د سوداګريز چاپيريال د ښه کولو مقررات)) تصويب شوې ده، چې د حکومت قانون جوړولو له لارې د بېلابېلو شرکتونو د پانګونو لپاره د نظام په برخه کې تضمين برابر کړی دی.

په ياده غونډه کې دا ويل شوي، چې د ځانګړو اداري مقرراتو د جوړولو له لارې د بازاري، قانوني او نړيوال سوداګريز چاپيريال جوړونې ته وده ورکول، دا د اصلاحاتو او ورخلاصون، د عادلانه سيالۍ، د بازار د فعالېدو او د اقتصادي پرمختګ د پياوړتيا لپاره مهم تدبيرونه دي.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای