CRI Online

لي که چيانګ به د ۲۰۱۹م کال د بېجينګ د باغوانۍ نړيوال نندارتون د پای په مراسمو کې ګډون وکړي

cri     (GMT+08:00) 2019-10-09 10:12:35

د چين د د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د نړيوالې سوداګرۍ د هڅونې ټولنې مشرې، د بېجينګ د باغوانۍ نړيوال نندارتون د تشکيلاتي کمېټې مرستيال رئيسه غړې او د دې نندارتون د اجرائيه کمېټې اجرائيه مشرې ګاو يان د اکتوبر په ۸ مه نېټه د ۲۰۱۹م کال د بېجينګ د باغوانۍ نړيوال نندارتون د پای مراسمو د مقدماتي چارو په باب خبري ناسته کې اعلان وکړ چې د چين صدراعظم لي که چيانګ به د اکتوبر د ۹مې نېټې په شپه د ۲۰۱۹م کال د بېجينګ د باغوانۍ نړيوال نندارتون د پای په مراسمو کې ګډون وکړي او پکې به وينا وکړي.

د پاکستان، د سليمان ټاپو، کمبوديا، قرغېزستان او اذربايجان مشران او سياسي شخصيتونه، د نندارتون نړيوال ادارې او د باغوانۍ د جوړوونکو په شمول د نړيوالې ټولنې ځينې چارواکي به په دې مراسمو کې برخه ولري. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای