د اکتوبر له لومړۍ نيټې څخه تر اوومې نيټې پورې د بېجينګ د داشينګ په نړيوال هوايي ډګر کې د تګ راتګ الوتکو شمېر پنځه سوه او څلور ته رسيدلی چې ورځنی شمېر يې دوه اويا و. په دې هوايي ډګر کې د تګ راتګ مسافرينو شمېر ۷۹ زره او څلور سوه تنو ته رسيدلی چې ورځنۍ اندازه يې يوولس زره او درې سوه وه. د يوې شمېرنې له مخې د ياد هوايي ډګر د په کار لويدو نه راهيسې د اکتوبر په پنځمه نېټه د تلليو شويو مسافرينو شمېر تر ټولو زيات دی او اوو زرو ته رسيدلی او د اکتوبر په شپږمه نېټه د دې هوايي ډګر له لارې بېجينګ ته د داخل شويو مسافرينو شمېر د اکتوبر په شپږمه نېټه اتو زرو ته رسيدلی دی.
د شمېرنې له مخې د چين د ملي جشن د رخصتۍ په موده کې ټولټال پنځه لکه اتلس زره او څلور سوه سيلانيانو له دې هوايي ډګر څخه ليدنې کړې دي.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |