CRI Online

د روسيې ولسمشر پوتين په مشرۍ د سوريې د امنيتي حالت په هکله يوه غونډه تر سره شوه

cri     (GMT+08:00) 2019-10-09 11:16:11

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د اکتوبر په اتمه نېټه د روسيې د ولسمشر ولاديمير پوتين په مشرۍ د دې هېواد د فدرالي امنيتي غونډې دايمي غړو د سوريې د اوسني حالت په باب بحثونه وکړل.

برخه والو د سوريې په شمال ختيځ کې د تاوتريخوالي او د دې هېواد د اساسي قانون د کميټې د کارونو په باب بحثونه وکړل او د يوې اعلاميې په خپرولو سره يې وويل چې اوسنۍ مهمه دنده د هر هغو کړنو مخنيوی دی چې ښايي د سوريې مسئلې سوله ييز حل وفصل ته زيانونه ورسوي.

په همدې ورځ د روسيې د بهرنيو چارو وزير سيرګي لاوروف د ترکيې د بهرنيو چارو وزير ميلوت چاوسګلو په بلنه سره تليفوني خبرې وکړې او پکې دواړو خواوو د يادې مسئلې د حلېدو بهير په تېره بيا د سوريې په شمال ختيځ کې د وضعيت په باب سلا مشورې وکړې.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای