CRI Online

د م م عمومي سرمنشي: م م ښايي د روان کال په نومبر مياشت کې کارکوونکو ته د معاش ور کولو په برخه کې له ستونزو سره مخ شي

cri     (GMT+08:00) 2019-10-09 11:17:53
 

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د م م عمومي سرمنشي انتونيو ګوتريس د اکتوبر په اتمه نېټه په خبرداري سره وويل چې که د م م غړي هېوادونه سمدلاسه د اړوندې بودجې له مخې د غړيتوب لګښت او نور لګښتونه تاديه نه کړي، م م ښايي د روان کال په نومبر مياشت کې خپلو کارکوونکو ته د معاش ور کولو په برخه کې له ستونزو سره مخ شي. هغه له اړوندو غړو هېوادونو څخه غوښتنه وکړه چې ياد لګښتونه تاديه کړي تر څو م م په عادي توګه خپل کارونه تر سره کړي.

نوموړي په همدې ورځ د ۲۰۲۰ کال لپاره د بودجې مسودې په هکله د م م د عمومي اسامبلې د پنځمې کميټې په يوه غونډه کې وويل چې م م به په اکتوبر کې له لسو کلونوراهيسې د بودجې کسر په اړه له تر ټولو سختې مسئلې سره مخ شي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای