د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د م م امنيت شورا د اکتوبر په ۸مه نېټه يوه رئيسه اعلاميه خپره کړه چې د سوريې د اساسي قانون کميټې د جوړېدو هرکلی کوي، له م م څخه ملاتړ کوي چې د روانې مياشتې له ۳۰مې نېټې مخکې په ژنيو کې د يادې کميټې لومړۍ غونډه تر سره کړي.
د م م سرمنشي ګوتريس د سپتمبر په ۲۳مه نېټه اعلان وکړ چې د سوريې حکومت او مخالفې ډلې د اساسي قانون کميټې د جوړېدو په اړه آخري تړون لاسليک کړی و. د سوريې د اساسي قانون کميټې د اجازې او مرکزي مقرراتو له مخې، چې د سپتمبر په ۲۸مه نېټه د م م لخوا خپور شوي، دغه کميټه نه يوازې اوسنی اساسي قانون تعديلولی شي، بلکې يو نوی اساسي قانون جوړولی شي.
(فرشته)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |