CRI Online

د ۲۰۱۹ کال د بېجينګ د باغوانۍ له نړيوال نندارتون څخه تر ۹ ميليونو ۳۰۰ زرو زياتو سيلانيانو ليدنه کړې او د دې نندارتون د پای مراسم به د اکتوبر په نهمه ترسره شي

cri     (GMT+08:00) 2019-10-09 11:22:32

د ۲۰۱۹ کال د بېجينګ د باغوانۍ نړيوال نندارتون د پای مراسم به نن شپه يعنې د اکتوبر د نهمې نېټې په شپه ترسره شي. د دغه نندارتون تشکيلاتي کمېټې د اکتوبر په اتمه نېټه د چين د دولتي شورا په مطبوعاتي دفتر کې د يوې خبري ناستې پر مهال خبر ورکړ چې دغه نندارتون د پنځومياشتو لپاره دوام درلود او په دغو پنځو مياشتو کې تر ۹ ميليونو ۳۰۰ زرو زياتو سيلانيانو ورڅخه ليدنه کړې ده.

د ۲۰۱۹ کال د بېجينګ د باغوانۍ نړيوال نندارتون ۵۰۳ هيکتاره پراخوالی لري او پکې څه باندې سل مختلف پارکونه جوړ شوي، ۲۳۰ زره ونې پکې کېښودل شوې، تر ۸۰۰۰ ډېر په زړه پورې ښکلي بېلابېلې بڼې د ګلانو او بوټو په وسيله جوړې شوي او څه باندې ۸۲۰ ډوله سبزي، د مېوه دارې ونې او چيني طبي بوټي نندارې ته وړاندې شوي او په کتلو سره يې نندارچيانو د انسانانو او طبعيت ترمنځ همغږي احساسولای شي. د چين د سوداګريز پرمختګ د ټولنې رئيس او د بېجينګ د باغوانۍ نړيوال نندارتون د تشکيلاتي کمېټې مرستيال، د دغه نندارتون د اجرائيوي کمېټې اجرائيه رئيس ګاو يان د اکتوبر په اتمه نېټه يادې خبري ناستې ته په وينا کې وويل :

((د بېجينګ د باغوانۍ نړيوال نندارتون په نړۍ کې د باغوانۍ لومړنی نړيوال نندارتون دی چې پيمانه او د ګډونکوونکو هېوادونو شمېر يې ساری نه لري. په دغه نندارتون کې ټولټال ۱۱۰ هېوادونو او نړيوالو سازمانونو او د چين د ۳۱ ولايتونو، سيمو او ښارونو او د هانکانګ، مکاو او تايوان سيمو څه باندې ۱۲۰ غير حکومتي شخصيتونو ګډون کړی و. د تېر اپريل له ۲۸ مې نېټې څخه يعنې د دې نندارتون له پرانيستې څخه راپدې خوا پکې۳۲۸۴ فعاليتونه ترسره شوي او ۹ ميليونه ۳۴۰ زره کورني او بهرني کتونکي يې جلب کړي دي. ډېر نړيوال ګډونوال پدې نظر دي چې د دغه نندارتون تشکيلاتي چارې ډېر عالي معياري دي او موثريت يې ډېر لوړ دی، دغه راز د اصولو سيستم يې بشپړ دی او هرومرو به په نړۍ کې د باغوانۍ چارو په تاريخ کې د يوې نمونې په توګه وګرځي.

د چين د ګلونو ټولنې رئيس، د بېجينګ د باغوانۍ نړيوال نندارتون د تشکيلاتي کمېټې مرستيال ، د دغه نندارتون د اجرائيوي کمېټې اجرائيه رئيس جيانګ ځه هوی وايي، چې دغه نندارتون نه يوازې نړيوالو ته د ايکولوژۍ د تمدن په اړه مفکوره خپره کړې، بلکې يې شين پرمختګ او د بېلابېلو هېوادونو ترمنځ د باغوانۍ په برخه کې يې همکارۍ او د نظرونو تبادلې هم هڅولې دي.

((د دغه نندارتون په موده کې د ۲۰۱۹کال د ګلونو نړيوال کنفرانس، د باغوانۍ توليدوونکو ۷۱ نړيواله کلنۍ غونډه او د شنو ښارونو د نړيوال فورم په چوکاټ کې د ګلونو او باغوانۍ په اړه ۳ مسلکي غونډې ترسره شوې، په دغو فعاليتونو کې د ۶۹ هېوادونو او ۶ نړيوالو سازمانونو څه باندې ۳۰۰ مېلمنو ګډون کړی و، کابو ۲۰ بهرنيو او کورنيو کارپوهانو ورته اړوند راپورونه ورکړل او د ۲۰۱۹ کال د ګلونو نړيوال کنفرانس د بېجينګ اعلاميه هم پکې خپره شوه. دا د باغوانۍ د نړيوالو نندارتونونو په تاريخ کې ساری نه لري.))

د بېجينګ د باغوانۍ نړيوال نندارتون د څو نورو مسئولينو په قول دغه نندارتون به له پای ته رسېدو وروسته د ايکولوژۍ تمدن په جوړولو کې پر يو نمونوي مرکز بدل شي او اوسېدونکي به يې سيل کولی شي او د ۲۰۲۲ کال د المپيک د ژمنيو نړيوالو لوبو او د معيوبينو د المپيک ژمنيو نړيوالو لوبو لپاره به ښه خدمتونه برابر کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای