CRI Online

ملي حاکميت او د بيان ازادي بايديو له بل سره ګډه نه شي

cri     (GMT+08:00) 2019-10-09 16:11:24

په دې وروستيو ورځو کې د امريکا د راکيټ په نوم د باسکيتبال ټيم عمومي مدير دريل مورۍ د هانکانګ په اړه ناسمې څرګندونې وکړې، خو د امريکا د باسکيتبال ملي ټولنې يعنې (NBA) هغه ته هېڅ سزا ور نه کړه. تر هغه وروسته د دې ټولنې عمومي مدير عدام سيلوير ويلي چې په علني توګه يې د مورۍ د بيان له ازادۍ څخه ملاتړ کړی دی. د اکتوبر په اتمه نېټه د چين د مرکزي راډيو او تلويزيون د عمومي سټېشن د سپورټ څانګې بيا د يوې اعلاميې په خپرولو سره پرېکړه وکړه چې په لنډمهالي توګه د ان بي اې لوبو په اړه خپرونې بندې کړي.په دې هکله د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند په څرګنده توګه وويل چې ان بي اې له چين سره همکارۍ کړې خو د چين د خلکو په هيلو نه پوهيږي چې دغه کړنه د منلو وړ نه ده.

د بيان د ازادۍ حق هېڅکله مطلق نه دی.هر هغه څرګندونې چې د ملي حاکميت او ټولنيز ثبات پر وړاندې يې چلنجونه جوړ کړي،د بيان له ازادۍ سره تړاو نه لري. د دريل مورۍ او عدام سيلوير له ناسمو څرګندونو څخه د دوی بد نيت او د لمسون او حقارت رويه ښکاري.د دې ترڅنګ عدام سيلوير د بيان د ازادۍ په هکله دوه ګوني معيارونه غوره کړي دي. ټولو ته معلومه ده چې په ۲۰۱۴ کال کې د ان بي اې د د کليپيرس په نوم د باسکيتبال ټيم خاوند د نژادي توپير په اړه د ويډيو د خپرولو له امله له سزاوو سره مخ شوی و. خو د دغو سزاوو اړونده پرېکړه د عدام سيلوير له خوا شوې وه.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای