CRI Online

شي جين پينګ د پاکستان له صدراعظم عمران خان سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2019-10-09 16:34:59

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د اکتوبر په ۹مه نېټه په بېجينګ کې د پاکستان له صدراعظم عمران خان سره د کتنې په ترڅ کې پر دې ټينګار وکړ چې چين او پاکستان يو د بل ځانګړي هراړخيز ستراتيژيک همکار ملګري دي. که نړيوال او سيمه ييز حالات هر څنګه بدل شي، د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې به تل نژدې او ټينګې دي او د دواړو هېوادونو ترمنځ به همکارۍ تل سمسورې او ژورې وي.

شي جين پينګ وويل، ( چين پاکستان ته ډيپلوماتيک لومړيتوب ورکوي او د مرکزي ګټو او د پاملرنې وړ مهمو مسئلو په برخه کې له دغه هېواد څخه ټينګ ملاتړ کوي. چين غواړي له پاکستان سره يو ځای د ستراتيژيکې همغږۍ او مؤثرې همکارۍ د پياوړتيا لپاره کوښښونه وکړي، څو په نوې زمانه کې د چين او پاکستان ترمنځ د ګډ برخليک ټولنه اباده شي.)

عمران خان د کشمير د اوسنيو حالاتو په اړه د پاکستان نظرونه له شي جين پينګ سره شريک کړل او له اړوندو خواوو څخه يې غوښتنه وکړه چې تر خپلې وسې پورې د حالاتو د ترينګلتيا لپاره سړه سينه وساتي. نوموړي د چين د بې طرفه او عادلانه دريځ لوړه ستاينه وکړه. شي جين پينګ په دې اړه وويل، چې چين د کشمير حالاتو ته پاملرنه کوي او د دغې مسئلې رښتيا ښکاره ده. چين د خپلو حقه حقونو د ساتلو په برخه کې د پاکستان له کوښښونو څخه ملاتړ کوي او هيله لري چې اړوندې خواوې د سوله ييزو خبرو اترو په چوکاټ کې شخړې ليرې کړي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای