د امريکا د سوداګرۍ وزارت د اکتوبر په ۷مه نېټه اعلان وکړ چې د شينجيانګ مسئلې له امله يې د چين پر ۲۸ شرکتونو د صادراتو بنديزونه لګولي او ورپسې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت اعلان وکړ چې د چين د کمونېست ګوند او حکومت پر هغو چارواکو او د دوی پر خپلوانو د ويزو بنديزونه لګولي چې د شينجيانګ د مسلمانانو د (( نيولو )) او (( ځورولو )) مسئولين دي. د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ګنګ شوانګ د اکتوبر په ۹مه نېټه وويل، چين د امريکا له خوا د شينجينګ مسئلې په پلمه د چين پر شرکتونو او شخصيتونو د بنديزونو له لګولو سره ټينګ مخالفت کوي.
ګنګ شوانګ پر دې ټينګار وکړ چې په شينجيانګ کې نيول شوي تدبيرونه له بيخه د افراطيت او ترهګرۍ د مخنيوي په موخه دي او د چين له قانون او نړيوالو عملونو سره سمون لري. دغه تدبيرونه د شينجيانګ د بېلا بېلو قومونو د ۲۵ مليونو خلکو په ملاتړ دي او له ترهګرۍ سره د نړيوالې مبارزې لپاره يې خدمتونه کړي دي. نوموړي وويل، چين له امريکا څخه غوښتنه کوي چې سمدلاسه اړوندې پريکړې لغوه کړي او د چين په کورنيو چارو کې لاسوهنه بنده کړي. چين به د ملي حاکميت، امنيت او پرمختګ د ساتلو لپاره ځواکمنو تدبيرونو ته دوام ورکړي.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |