CRI Online

په نړۍ کې د چين د سيالۍ قوت په مداومه توګه د قوي کېدو په حال کې دی

cri     (GMT+08:00) 2019-10-09 19:34:28

د اقتصاد نړيوال فورم د اکتوبر په ۹مه نېټه د سويس په ژنيو کې د ۲۰۱۹م کال (په نړۍ کې د سيالۍ قوت راپور) خپور کړ او د دغه راپور له مخې، چين د سيالۍ قوت په نړيوالو سياليو کې ۲۸م مقام نيسي او دغه مقام د تېر کال مقام ته ورته دی، خو د چين عمومي شمېرې د تېر کال په پرتله يو اعشاريه درې زياتې شوې دي. له دې څخه څرګندېږي چې چين په نړۍ کې په پر له پسې توګه د سيالۍ قوي قوت ساتي.

له ياد راپور څخه د ورخلاصون او همکارۍ اهميت څرګندېږي. په دغه راپور کې دې ته اشاره شوې چې په امريکا کې ناارامه روحيه په خپرېدو ده او د سوداګرۍ د ورخلاصون اندازه يې د کمېدو په حال کې ده چې له دې امله په دغه سيالۍ کې د امريکا شمېرې کمې شوي او له لومړي مقام څخه ليرې شوی دی. چين د سوداګرۍ ساتي غوښتنې او د يواړخيزم د قوي کېدو پر مهال د پخوا په شان پر ورخلاصون ټينګار کوي او ګډې ګټې او همکارۍ لټوي، نو په نړۍ کې د چين د سيالۍ قوت لا هم قوي دی او خلک يې په نيکمرغۍ سره ژوند کوي. همدارنګه، چين د نړيوال اقتصاد د پرمختګ لپاره پر له پسې خوځنده ځواک برابروي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای