د ۲۰۱۹ کال د بېجينګ د باغوانۍ نړيوال نندارتون د چين د پلازمينې بېجينګ په شمال لويديځ يان چينګ سيمه کې د روان کال د اپريل په ۲۸ مه نېټه پيأ او ، د اکتوبر د نهمې نېټې په شپه پای ته ورسيد. د چين صدراعظم لي که چيانګ د دغه نندارتون د پای مراسمو ته په وينا کې وويل،چې دغه نندارتون په تاريخ کې د باغوانۍ په اړه لومړنی نندارتون دی چې د ګډون کوونکو شمېر يې ساری نه لري او بېلابېل تمدنونه پکې ښودل شوي، هغه د بېلابېلو هېوادنو ترمنځ يې مدني تبادلې، د خلکو ترمنځ دوستۍ او د شين چاپيريال ساتلو په برخه کې همکارۍ پياوړې کړې دي.
ياد نندارتون ۱۶۲ ورځې دوام درلود او په دغه موده کې نږدې ۳۳۰۰ فعاليتونه پکې ترسره شول او تر ۹ ميليونو ډېر کورني او بهرني سيلانيان يې راجلب کړي وو.
د اذربايجان، کمبوديا، قرغېزستان، پاکستان او سلومون ټاپوګانو مشرانو او مهمو سياستوالو، د نړيوالو نندارتونونو د بيورو او د باغوانۍ توليدوونکو او د نړيوالې ټولنې مسئولينو د ياد نندارتون د پای په مراسمو کې ګډون کړی و.(زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |