CRI Online

د چين د ترهګرۍ پرضد ملي ادارې د امريکا هغه کړنه په کلکه وغندله چې د شينجيانګ د عامه امنيت پر ادارې او ځينو نورو ارګانونو يې بنديزونه لګولي دي

cri     (GMT+08:00) 2019-10-10 11:37:17

د سينهوا خبري اژانس د خبر له مخې، د چين د ترهګرۍ پرضد ملي ادارې د اکتوبر په ۷ مه نېټه د شيجيانګ د عامه امنيت پر ادارې او ځينو نورو ارګانونو د امريکا بنديزونه په کلکو ټکو وغندل او له دغه هېواد څخه يې غوښتنه وکړه چې خپله ناسمه کړنه سمدستي سمه او لغوه کړي او د چين په کورنيو چارو کې دې مداخله نه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د امريکا د سوداګرۍ وزارت څو ورځې وړاندې د چين د شينجيانګ سيمې پر يادو څو ارګانونو بنديزونه اعلان کړل او ويلي يې دي چې دغه ارګانونه نه شي کولی چې امريکايي توليدات وپيري.

د چين د ترهګرۍ پرضد ملي ادارې دې ته په اشارې ويلي چې د چين د شينجيانګ سيمه له اوږدې مودې راهيسې د تروريزم له سختو ګواښونو سره مخه ده،د ځايي حکومت د ترهګرۍ او تندلارۍ پرضد تدبيرونه د تندلارۍ او تروريزم د رېښې د مخنيوي لپاره دي او د چين له قوانينو او د نړۍ له تجربو سره سمون لري. د شينجيانګ د عامه امنيت اداره له قانون سره سم خپلې دندې ترسره کوي او په جدي توګه پر ترهګريزو فعاليتونو، تندلارو او جرم کوونکو بريدونه کوي چې پدې سره يې د ترهګريزو فعاليتونو د ډېرېدو تمايل مخه نيولې، د دغې سيمې ټولنيز ثبات او د خلکو د سر او مال امنيت يې ساتلی او د ۲۵ ميليونو خلکو ملاتړ يې ترلاسه کړی دی، دغه راز د ترهګرۍ پرضد نړيوالې مبارزې لپاره يې هم مهم خدمتونه کړي چې د نړيوالې ټولنې لخوا ستايل شوي دي.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای