CRI Online

ترکيې د سوريې په شمال کې پوځي عمليات تر سره کړل

cri     (GMT+08:00) 2019-10-10 12:21:22

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ترکيې دفاع وزارت د اکتوبر د ۹مې نېټې په شپه اعلان وکړ چې ترکي ځواکونو د سوريې په شمال کې د کرد پر وسله والو ځمکني پوځي عمليات پيل کړي دي.

يو ترکي پوځي چارواکي د سينهوا اژانس خبريال ته وويل، ترکي ځواکونو له څو ساعتو هوايي بريدونو وروسته له ۴ لارو د سوريې دوو سرحدي ښارګوټو ته ننوتلي دي.

بلخوا د سوريې خبري اژانس خبر ورکړي چې د ترکيې په دغو هوايي او توغنديزو بريدونو کې ملکي وګړي وژل شوي او ۲۰ تنه نور ټپيان دي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای