CRI Online

ايران ترکيې ته په نژدې سرحدي سيمه کې پوځي تمرينونه تر سره کړل

cri     (GMT+08:00) 2019-10-10 12:23:31

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ايران ځمکنيو ځواکونو په همدې ورځ ترکيې ته په نژدې سرحدي سيمه کې پوځي تمرينونه تر سره کړل.

د مالوماتو له مخې، دغه تمرينونه د ايران د شمال لوېديځ اذربايجان ولايت کې تر سره شوي دي. په دغو پوځي تمرينونو کې د ايران د متحرکو ځواکونو، د ځمکنيو ځواکونو هوايي سرتيرو او څو ځمکنيو لواوو ګډون کړی و، د دې تمرينونو موخه د جنګ لپاره د ځواکونو د مقدماتي کار او د ځواکونو د جنګي توان ارزونه ده. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای