د ايران ستر مذهبي مشر ايت الله خامنه يي د اکتوبر په نهمه نېټه د دغه هېواد د کارپوهانو او علمي څېړونکو له استازو سره د کتنې پر مهال وويل چې اټومي وسلو ته پرمختګ ورکول د اسلامي اصولو خلاف عمل دی او د دغو وسلو جوړول، ساتل او کارول هم په اسلام کې منع دي، که څه هم ايران وړتيا لري، خو هيڅکله يې د اټومي وسلو د پرمختګ لپاره هڅه نه ده کړې.
نوموړي په خپلو خبرو کې وويل، د اټومي انرژۍ ساينس او تکنالوژۍ چارې ګټورې دي، خو ورڅخه ناوړه استفاده به د مصيبتونو سبب شي. همدارنګه نوموړي زياته کړه چې د ايران ساينسپوهانو له زياتېدونکو بهرنيو فشارونو سره سره بيا هم د دغه هېواد د ملي دفاع، طب، پروژو، ناڼو تکنالوژۍ او له اټومي انرژۍ څخه د سوله ييزې استفادې په برخو کې ډېرې لاسته راوړنې موندلي چې د ستاينې وړ دي.
(زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |