CRI Online

د چين د بهرنيو چارو وزارت له جنوبي اسيا څخه د رئيس شي جين پينګ د ليدنې په باب معلومات وړاندې کړل

cri     (GMT+08:00) 2019-10-10 15:34:37

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ به د هند د صدراعظم نارندرا مودي او د نيپال د ولسمشر ويديا ديوي بهاندري په بلنه د اکتوبر له يوولسمې نيټې څخه تر ديارلسمې نيټې پورې د چين او هند د مشرانو ترمنځ په دوهم غير رسمي غونډه کې ګډون وکړي او له نيپال څخه به رسمي ليدنه وکړي.د چين د بهرنيو چارو وزارت د اکتوبر د نهمې نيټې په مازديګر د دغه سفر په هکله يوه خبري ناسته تر سره کړه. د دغه وزارت مرستيال لو جاو هوي په دې خبري ناسته کې وويل چې ياد سفر به د نوي چين د جوړېدو د اويايمې کاليزې د نمانځنې تر مراسمو وروسته د رئيس شي جين پينګ لومړی سفر وي او تر ۲۳ کلونو وروسته به له نيپال څخه د چين د دولت رئيس لومړۍ ليدنه هم وي. د دې سفر له لارې به د چين او هند، د چين او نيپال، د چين او د جنوبي اسيا د هېوادونو ترمنځ د اړيکو د پرمختګ لپاره نوی خوځنده ځواکونه زيات شي، د سيمه ييز تګ راتګ او اقتصادي او سوداګريزې همکارۍ د پياوړتيا لپاره به فرصتونه برابر شي، د سيمه ييزو خلکو ترمنځ د متقابل باور او دوستۍ د لاټينګښت لپاره به نوی ډګر جوړ او د نړيوالې او سيمه ييزې سولې او سمسورتيا د پرمخبيولو سبب به وګرځي.

په نړۍ کې د دوو لويو هېوادونو په توګه چې نفوس يې په جلا جلا توګه له يو مليارډ څخه اوښتی دی، چين او هند بايد يو له بل سره همکارۍ وکړي چې دا نه يوازې د متقابل پرمختګ د پرمخبيولو لپاره بلکې د نړۍ د څو قطبيز کېدو او د اقتصاد د نړيوال کېدو او د پرمختيايي هېوادونو د ګډو ګټو د ساتلو لپاره ګټوره ده. د چين د بهرنيو چارو مرستيال وزير لو جاو هوي وويل چې د هند چينای ته د رئيس شي جين پينګ دغه سفر د چين په وو هان ښار کې د دواړو هېوادونو د مشرانو ترمنځ د غير رسمي ملاقات دوام دی . هغه وويل، اوس مهال په نړۍ کې د نړيوال کېدو د مخنيوي او د ځاني سوداګرۍ د ساتونکو کړنې ډېرې دي. خو د چين او هند مشران د ازادۍ سوداګرۍ پر ساتلو او د اقتصاد د نړيوال کېدو بهير پر پرمخبيولو ټينګار کوي.دواړه هېوادونه د اقتصاد د پرمختيا او د اصلاحاتو د ژورتيا په کليدي پړاو کې واقع دي،نو د هېواد او سياست د ادارې په برخه کې د دواړو خواوو ترمنځ تبادلې او د متقابل پرمختيايي ستراتيژيو نښلېدل ډېر مهم دي. د چين او هند مشران به په دغه دوهم غير رسمي ملاقات کې د نړيوالو حالاتو او دوه اړخيزو اړيکو په هکله د نظريو تبادلې وکړي او د اټکل له مخې به يو لړ هغو ګډو نظريو ته ورسيږي. د دواړو مشرانو لومړی ګډه هيله به د نړيوال سيستم د اصلاحاتو ګډه هيله وي او دوهم به يې په سيمه ييزو چارو کې د چين او هند له ګډو مسئوليتونو او رول سره تړاو ولري او درېيم به يې د دوه اړخيزو اړيکو د پرمختايي لوري او په بېلا بېلو برخو کې د دوه اړخيزې همکارۍ پر لارښوونکي وړانديز او مشخصو تدبيرونو پورې اړه ولري.

د مشرانو لارښوونه د چين او هند ترمنځ د اړيکو د پرمختګ مهمه ځانګړتيا ده. په دې وروستيو کلونو کې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د هند له صدراعظم نارندرا مودي سره ملاقاتونه ډېر کړي او د دغو اړيکو د پرمختګ ستراتيژيکه لارښوونه يې کړې چې په پايله کې د دغو اړيکو د لاټينګښت لپاره خوځنده ځواک زيات شوی دی. د چين د بهرنيو چارو د وزير مرستيال لو جاو هوي وويل، د دواړو هېوادونو مشران به په ښه او دوستانه فضا کې د چين او هند ترمنځ د اړيکو د پرمختګ په باب د نظريو تبادلې وکړي. باور لرو چې له هند څخه به د رئيس شي جين پينګ دغه ليدنه هرو مرو بريالۍ شي او د دوه اړخيزو اړيکو د راتلونکي پرمختيايي لوري په ګوته کولو او په بېلا بېلو ساحو کې د دوه اړخيزې همکارۍ د نويو لاسته راوړنو د تر لاسه کولو لپاره به ښه رول ولوبوي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای