CRI Online

په سوريه کې د ترکيې د پوځي عملياتو د پيل اعلان په نړيواله کچه اندېښنې پارولې دي

cri     (GMT+08:00) 2019-10-10 16:10:30

ترکيې د اکتوبر په نهمه نېټه د سوريې په شمال ختيځ کې د سولې چينې په نوم پوځي عمليات پيل کړل او ورپسې ډېرو هېوادونو او نړيوالو سازمانونو پدې اړه اندېښنې څرګندې کړې دي.

د م م سرمنشي انټونيو ګوټریس په خپلو خبرو کې د يادو پوځي عملياتو په اړه خپله اندېښنه ښودلې ده.

د اروپايي کمېسيون رئيس جين کلاوډ جونکير په خپلو خبرو کې له ترکيې څخه غوښتنه وکړه چې په سوريه کې خپل پوځي عمليات ودروي او دا يې هم ويلي چې اروپايي ټولنه به د سوريې په شمال ختيځ کې د امن سيمې د جوړولو لپاره مالي مرستې برابرې نه کړي.

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په همدې ورځ ترکيې ته خبرداری ورکړ چې که چېرې " د سولې چينې" پوځي عمليات ملکي وګړو ته سخته مرګژوبله واوړي، نو هغه به د ترکيې اقتصاد ته ضربه ورکړي.

(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای