د چين د سمندري پوځ " تای يوان" بېړۍ له څو ورځنيو پرله پسې مزل کولو وروسته د اکتوبر د لسمې نېټې په سهار د جاپان يوکوسوکا ته ورسيده. دغه بېړۍ به د روانې مياشتې په ۱۴ مه نېټه په جاپان کې د پوځي بېړيوپه نړيوال رسم ګذشت کې ګډون وکړي. دا له لس کلن ځنډ وروسته جاپان ته د چين د پوځي بېړۍ لومړی سفر دی.
" تای يوان" بېړۍ د همدې ورځې د سهار په اوو بجو يوکوسوکا ته نږدې سمندري سيمې ته ننوتله او د جاپان د سمندري دفاعي ځواک له بېړيو سره يوځای شوه. ورپسې د جاپان پوځي منصبداران او لارښوونکي دغې بېړۍ ته پورته شول او د دغې بېړۍ لپاره يې د يوکوسوکا يو سوداګريز بندر ته د تګ لاره وښوده.
په جاپان کې د چين کونسلګرۍ،چيني اتباعو او تصديو د استازو او د جاپان د سمندري دفاعي ځواک د عسکرو په ګډون څه باندې ۳۰۰ کسانو د يوکوسوکا په ياد بندر کې د " تای يوان" بېړۍ د هرکلي په مراسمو کې ګډون کړی و.
(زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |