د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ګنګ شوانګ د اکتوبر په لسمه نېټه په يوه خبري ناسته کې وويل، چې چين به د تل په څير په چين کې د امريکايي شرکتونو په شمول د بهرنيو شرکتونو د پانګونو هرکلی وکړي.
په دې وروستيو کې د امريکا ځينو چارواکو، پارلماني غړو او خبري رسنيو د هانکانګ مسئلې په اړه د (( هوسټون راکټس )) د منيجر ډاريل موري د خبرو له امله د رامنځته شوي جنجال په هکله وويل چې چين د بازارونو د مستقبل او سوداګريزو لارو چارو په وسيله د امريکايي شرکتونو د کنترول په هڅه کې دی، تر څو دغه شرکتونه د ارزښت په اړه له خپلو نظريو څخه لاس واخلي، امريکا بايد د دې حالت په وړاندې انتخاب وکړي. ګنګ شوانګ د يادو څرګندونو په اړه وويل، چې چين به د تل په څېر په چين کې د امريکايي شرکتونو په شمول د بهرنيو شرکتونو د پانګونو هرکلي ته دوام ورکړي. په چين کې د بهرنيو شرکتونو د پانګونو لپاره د ښه چاپيريال د برابرولو او د بهرنيو شرکتونو د قانوني حقوقو د ساتلو په اړه د چين پاليسۍ نه بدلېدوونکې دي.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |