د چين د مرکزي راډيو او تلويزيون عمومي سټېشن د خبر له مخې، په ځايي وخت د اکتوبر د ۱۰مې نېټې په سهار، د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيورو غړي، مرستيال صدراعظم او د چين او امريکا د هراړخيز اقتصادي ډيالوګ چيني مشر ليو هه د امريکا د سوداګرۍ له استازي روبرټ لايتيزر او د ماليې له وزير سټيفن منوچين سره د اقتصاد او سوداګرۍ يوې نوې دورې لوړ پوړې سلامشوره پيل کړه. دغه لوړ پوړې سلامشوره د روانې مياشتې له ۱۰مې نېټې څخه تر ۱۱مې نېټې پورې په واشنګټن کې تر سره کېږي، د دواړو خواوو استازو مخکې په کاري کچه سلامشورې پيل کړې وې.
(فرشته)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |