CRI Online

ليو هه په جلا جلا توګه د نړيوالو سازمانونو له مسئولينو او د امريکا د صنايعو او سوداګرۍ ټولنې له استازو سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2019-10-11 11:03:13

د چين د مرکزي راډيو او تلويزيون د عمومي سټېشن د خبر له مخې د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيورو غړي،د صدراعظم مرستيال او د چين او امريکا ترمنځ د اقتصادي ډيالوګ چيني مشر ليو هه د اکتوبر په نهمه نېټه د امريکا په واشينګټن کې په جلا جلا توګه د امريکا او چين د سوداګريزۍ کميټې د مشر کرايګ الين،د امريکا د سوداګريزۍ ټولنې د دايمي مرستيال او د دې ټولنې د نړيوالو چارو د بورډ کميټې مشر ميرون بريليانټ او د پيسو د نړيوال سازمان له نوې مشرې ګريسټلينا ګيورګيوا سره وکتل.

ليو هه په خپلو خبرو کې وويل چې د چين او امريکا ترمنځ اقتصادي او سوداګريزې اړيکې ډېرې مهمې دي او پر نړۍ اغيزه لري.سوداګريز اصطکاک نه يوازې د چين بلکې د امريکا او نړۍ لپاره ګټور نه دی او د دې ترڅنګ د تصديو او مشتريانو ګټو ته زيانونه رسوي.چين په صادقانه توګه غواړي چې له امريکا سره د مساوات او متقابل درناوي پر بنسټ د روان پړاو د مشورو له لارې د پاملرنې وړ مسئلو په هکله ګډې نظريې تر لاسه کړي او د سوداګريز اصطکاک د سختوالي مخنيوی وکړي. هيله لري چې نړيواله ټولنه د نړيوال ثبات او سمسورتيا د ساتلو لپاره ګډې هڅې وکړي.

ګريستلينا ګيورګيوا وويل چې د چين او امريکا ترمنځ سوداګريز اصطکاک پر نړيوال اقتصاد اغيزه کړې او د پيسو د نړيوال سازمان د اټکل له مخې به تر ۲۰۲۰ کاله پورې پر نړيوال اقتصاد 0.8٪اغيزه وکړي.دغه سازمان د مشورو له لارې د اړوندو سوداګريزو مسئلو د حل وفصل لپاره د چين ټينګه اراده او صميميت وستايه او غواړي چې د څو اړخيز ميکانيزم او ازادۍ سوداګرۍ د ساتلو په برخه کې خپل رول ولوبوي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای