د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د سوريې د بهرنيو چارو وزارت د اکتوبر په ۱۰مه نېټه په يوې اعلاميې کې د ترکيې غندنه کړې چې د سوريې په شمال کې يې په پوځي عملياتو کې عامو خلکو ته مرګژوبله رسولې ده. ياد وزارت په اعلاميه کې ويلی چې سوريه به د ټولو قانوني تدبيرونو له لارې له ترکيې سره مقابله وکړي.
د دې هېواد د بهرنيو چارو وزارت په يادې اعلاميې کې ويلي چې يوازې د سوريې حکومت او پوځ کولی شي چې د دې هېواد د خلکو امنيت وساتي، سوريه به د ټولو قانوني تدبيرونو له لارې په خپل هېواد کې د ترکيې له تېري سره مقابله وکړي. د دې هېواد د خبري اژانس د خبر له مخې، د ترکيې پوځ د روانې مياشتې په ۱۰مه نېټه په دوامدار ډول د سوريې په شمالي حسکه او رقه ايالتونو کې پوځي عمليات تر سره کړي چې د حملې هدفونه يې د اوبو فابريکې، برېښناکوټ او د نفتو سامان الات وو.
(فرشته)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |