د سينهوا اژانس د خبر له مخې د مصر د کورنيو چارو وزارت د اکتوبر په لسمه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې د دې هېواد امنيتي ځواکونو د شمالي سينا ولايت په العريش ښار کې يو ځانمرګي بريد مخکې تر دې چې ځان پورې تړلو بمونو ته چاودنه ور کړي، وژلی دی. په اعلاميه کې دوه عکسونه هم خپاره شوي، خو د ياد بريد مشخص وخت او جزيات پکې نه دي په ډاګه شوي.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |