د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د اکتوبر په ۱۱مه نېټه د هند صدراعظم نريندرا مودي او د نيپال ولسمشر ويديا ديوي بهاندري په بلنه، له بېجينګ څخه د هند پر لور وخوځېده او هلته به د چين او هند د مشرانو په دوهمې غير رسمي ليدنې کې ګډون وکړي او ورپسې به له نيپال څخه رسمي ليدنه وکړي.
له رئيس شي جين پينګ سره په دغه سفر کې د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيورو غړی، د سکريتريت منشي او د دفتر مشر دينګ شوی شيانګ، د مرکزي کميټې د سياسي بيورو غړی، د يادې مرکزي کميټې د بهرنيو چارو کمېسيون د دفتر مشر يانګ جې چي، د دولتي شورا غړی او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي او د چين د ولسي سياسي مشوراتي کنفرانس ملي کميټې مرستيال او د چين د پرمختګ او اصلاحاتو کميټې مشر هه لي فنګ ملګړتيا کوي.
(فرشته)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |