CRI Online

چين او هند په ګډه د سوداګريزو پروژو د تړونونو د لاسليکولو مراسم تر سره کړل

cri     (GMT+08:00) 2019-10-11 15:04:54

د چين د مرکزي راډيو او تلويزيون د عمومي سټېشن د خبر له مخې د چين د سوداګرۍ وزارت د اکتوبر په لسمه نېټه د هند د سوداګرۍ او صنايعو له وزارت سره په ګډه په ډيلي کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګريزو پروژو د تړونونو د لاسليکولو مراسم تر سره کړل.په دغو مراسمو کې د دواړو خواوو د حکومتي څانګو، د صنعتي او سوداګريزو ټولنو او د تصديو استازو څه باندې ۱۵۰ تنو ګډون کړی و.

د معلوماتو له مخې د دواړو هېوادونو تصديو ۱۲۸ سوداګريز تړونونه لاسليک کړي چې ارزښت يې له دريو مليارډو امريکايي ډالرو څخه زيات دی او توليدات يې د هند له کانونو، کيمياوي صنعت، کرنې او طب سره تړاو لري.تر هغه وروسته چيني تصديو په دوامداره توګه له څه باندې ۹۰ هندي تصديو سره د سوداګريزۍ همکارۍ په هکله د نظريو تبادلې وکړې او د دوه اړخيزې سوداګريزۍ همکارۍ پر پياوړتيايې باور وښود.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای